تازه خبرونه
پرېکنده ماموریت د می پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي – امریکا
پنټاګون ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا ماموریت (پرېکنده ماموریت) د می پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي او امریکا به د وتلو پړاو ته ورننوځي.
د پنټاګون ویاند جان کربي یوې خبري ناستې ته ویلي، چې یاد ماموریت به د می تر لومړۍ نېټې پورې وځنډول شي.
کربي زیاته کړې: دا نور د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د مشورې او مرستې ماموریت ندی او دا نور په ناټو کې پرېکړه ماموریت هم ندی. دا له افغانستان څخه د وتلو ماموریت دی.د خوندي او منظم وتلو لپاره ټول ځواک د جنرال میلر په واک کې دی، چې په سمه توګه وکارول شي.
د پنټاګون ویاند زیاته کړې، چې دوی د طالبانو شوني بریدونه هم په پام کې نیولي دي.
هغه ویلي: دا به د امریکې لپاره مسوولانه نه وي، چې د وتلو پرمهال د طالبانو بریدونه په پام کې ونه نیسي؛ ځکه، نو مونږ سیمې ته ملاتړي امنیتي ځواکونه واستول. موږ مخکې د بم غورځوونکیو الوتکو په اړه خبرې کړې دي…. یو شمېر اضافي ځمکني ځواکونه به افغانستان ته وروپېژندل شي، چې له مونږ سره به د خوندي او منظم وتلو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، چې د می له لومړۍ نېټې وروسته به د جنرال میلرماموریت دا وي، چې امریکایي سرتېري او قرارداديان خوندي او منظم وباسي.
کربي ویلي؛ له دې وروسته به د افغانستان له ملي او امنیتي ځواکونو سره زمونږ اړیکې له بهر څخه تنظیم شي. مونږ د هغه څه په اړه خبرې کړي، چې نور به مالي ملاتړ وي.
د امریکا دفاع وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت د امریکا مرستې ته په ځانګړي توګه په هوایي برخه کې اړتیا لري او مونږ په دې کار کوو.
safe as they — as they come out.”
