خبرهای تازه

پر اسلامي امارت د نړۍ او امریکا فشارونه به مثبته پایله ونلري ـ عمران خان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۵, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړی وزیر له CNN سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې پر اسلامي امارت د نړۍ او امریکا د بندیزونو او نړیوال فشارونه زیاتول به مثبت اغېز ونلري؛ باید همکاري وشي.

په کابل کې د بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم اسلامي امارت د مشروعیت له بحران سره مخ دی او هیڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.

د پاکستان لومړي وزیر په دې وروستیو کې له CNN سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې نړۍ باید ژر یا وروسته د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپېژني.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: آیا که امریکا پر طالبانو فشار راوړي؛ په افغانستان کې به وضعیت ښه شي؟ نه! هیڅکله هم نه! یوازنی بدیل، چې مونږ لرو له دوی سره کار کول دي او دوی ته دې وویل شي، چې نړۍ له دوی څخه څه غواړي. لکه بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه. زما په اند دا یوازنۍ لار ده، چې مونږ یې کارولی شو.

عمران خان په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې پر اسلامي امارت د فشارونو او بندیزونو زیاتوالی به مثبته پایله ونلري او امریکا باید د دغو فشارونو د دوام پر ځای له اسلامي امارت سره په اړیکه کې شي او همکاري وکړي.

د پاکستان صدراعظم همداراز په افغانستان کې د پاکستان د مخالفو ډلو د شتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې ښايي ځینې دغه ډلې د کډوالو په جامه کې پاکستان ته ننوځي.

عمران خان په ډاګه کړې؛ مونږ اوس هم په خپله خاوره کې درې میلیون افغانان لرو. په افغانستان کې هم درې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې هڅې کوي. ډېري هغه افغانان، چې اوس پاکستان ته راځي په هغو کې افغان طالبان، بلوڅ طالبان او داعشیان هم د رادننه کېدو په هڅه کې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي نه یوازې له افغان خاورې څخه د تروریستي ګواښونو په اړه د پاکستان اندېښنې ردوي، بلکې په افغان خاوره کې ترهګرو ډلو ته د فعالیتونو اجازه هم نه ورکوي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ځانګړي توګه ګاونډ هېوادونو ته ګواښ نه ده.

اسلامي امارت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به یې هېواد ته ګواښ نه پېښیږي او له اسلام آباد یې هم غوښتي، چې ورته پالیسي غوره کړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته په سفر کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه د خپل هېواد اندېښنې د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکې کړې وې.

Trending

Exit mobile version