تازه خبرونه

پر اعدام د محکومو مخالفینو لیست ولسمشرۍ ته نه دی رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ وايي، د هغو وسلوالو مخالفینو لیست، چې د افغانستان محکمو پر اعدام محکوم کړي، تر اوسه ولسمشر ته نه دی رسیدلی.

ولسمشر د دوشنبې په ورځ په ملي شورا کې د وینا پر مهال د هېواد له عدلي او قضايي ادارو غوښتي وه، چې د دغو مجرمینو لیست دې د حکم د لاسلیک له پاره ده ته واستوي .

په کابل کې د ملي امنیت د یوه ریاست پر ودانۍ له خونړۍ حملې وروسته یو شمېر چارواکو او فعالانو غوښتنه وکړه، چې پراعدام د محکومو طالبانو د اعدام حکم باید تطبیق شي.

Trending

Exit mobile version