تازه خبرونه

پر افغانستان د بریدونو پلانونه په پاکستان کې جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د امریکا يوه لوړ پوړي پلاوي يو ځل بيا ويلي، چې په پاکستان کې د طالبانو “پټنځايونه” دي او له همدې ځايه پر افغانستان د بريدونو پلانونه جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز د دې خبرې په ځواب کې ویلي، چې پاکستان په “ضرب غضب” نومو عملياتو کې د هر ډول ترهګرو پر وړاندې عمليات کړي او هیڅ يوې ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی خاوره دې د ګاونډيانو پر ضد وکاروي.

پاکستان ته تللي په دغه امريکايي پلاوي کې د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی داکتر پيتر لیوای او د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی رچرد اولسن او ځينې نورلوړپوړي امريکايي چارواکي شامل دي.

دغه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره لیدلي او ویل کېږي، چې همدا پلاوی به د پاکستاني پوځ له لوړپوړیو چارواکو سره هم وويني.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې راحیل شریف د پوځ په اعلی سرقومندانۍ کې د امریکايي ځواکونو له قومندان او د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

راحیل شریف له امریکايي چارواکو غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو پر مرکزونو بریدونه وکړي او د دغه ډلې مشرملا فضل الله په نښه کړي.

هغه دا هم ویلي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د افغانستان او هند د استخباراتو فعالیتونو نه شي زغملی. خبرپاڼې د افغان او هند استخباراتو فعالیتونه نه دي په ګوته کړي.

راحیل شریف همدا راز امریکايي لوري ته ویلي، چې د مۍ ۲۱مې ډرون برید د پاکستان د ازادۍ او بشپړتیا خلاف و او دا ډول بریدونه د امریکا او پاکستان تر منځ په اړیکو کې خنډونه رامنځته کولی شي.

پاکستان ادعا کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او قومندانان په افغانستان کې پټ دي او له دغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه نیسي.

پاکستان لا تر دې دمه په دې اړه کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې د چین او پاکستان، افغانستان او امریکا په وروستیو دوه څلور ارخیزو ناستو کې د ګډ دښمن په پر نښه کولو ګډه هوکړه شوې ده.   

Trending

Exit mobile version