تازه خبرونه

پر افغانستان د فشار له وسیلو کار اخیستل، کومه ګټه نلري

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ناروې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې د فشار او ګواښ سیاست ګټور ندی او نړۍ باید له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ سیاست غوره کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د ناروې د سفارت له چارسمبالي سره په کابل کې د کتنې پرمهال ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نړۍ له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ سیاست غوره کړي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ د افغانستان تاریخ دا څرګنده کړې، چې د فشار او ګواښونو پالیسي اغېز نه پرې کوي.

امیرخان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې ترهګرې ډلې ځپلي، د نشه یي توکو قاچاق یې له منځه وړی او اوس له نړۍ غواړي، چې بشري چارې سیاسي نکړي، بلکې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د امیرخان متقي د څرګندونو له مخې ویلي؛ سربېره پر دې د نشه يي توکو قاچاق له منځه تللی او د زرګونه روږدو کسانو درملنه شوې او تمه ده، چې نړۍ خپليې بشري مرستې سیاسي نکړي، بلکې له افغانستان سره همکاري وکړي.

یو شمېر کارپوهانو ويلي؛ تر هغې، چې نوی حکومت د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېندي او بشري حقونو ته درناوی ونکړي، د کابل په اړه د نړۍ سیاست به هم بدل نشي.

که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو څه باندې یو کال تېرېږي؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان د حکومت پر رسمیت پېژندلو ته زړه ندی ښه کړی. په داسې حال کې، چې د سیمې ډېرو هېوادونو له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version