تازه خبرونه

پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې پای ته ورسیږي – چین

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۰)

د چین دولتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي څرګنده کړې، چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه یا  بېلابېل محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې وانګ د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د جي ـ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ویډیوي ناسته کې پر افغانستان د لګول شويو اقتصادي بندیزونو د لرې کولوغوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي: د افغانستان د اسعارو او پیسو زیرمه د دې هېواد ملي شتمنۍ ده، چې د همدغه خلک باید باید ورته لاسرسی ولري او باید پر افغانستان او افغانانو د سیاسي فشار د رامنځته کولو لپاره ونکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت یوه ویاند ویلي؛ د چین، روسیې او پاکستان استازیو کابل ته په یوځایي سفر کې له چارواکو سره لیدلي؛ د حکومت پر رسمیت پېژندل او د افغانستان اقتصادي بحران مخنیوی یې د بحث او خبرو سرټکي وه.

Trending

Exit mobile version