سیمه ییز خبرونه
پر افغان پوليسو جنگ تپل شوى دى- پتنگ
د پوليسو د اصلاح او اصلي دندې ته د هغوى د راگرزولو لپاره كورنيو چارو وزارت له مدني ټولنو، د خبريالانو له مدافع بنسټونو او ملي سوداگرو سره سلامشورې پيل كړي دي.
د دغو سلا مشورو په دوه يمه غونډه كې د كورنيو چارو وزارت سر پرست مجتبى پتنگ وويل، چې:
پر پوليسو اوسنۍ روانه جگړه تحميل او تپل شوې ده.
هغه تمه وښوده، چې تر لاس لاندې لس كلنې طرحې په بشپړيدو به پوليس خپلې ناپوځي دندې ته را وگرزول شي.
د مشورتي بوردغړى صديق الله توحيدي وايي:
د كورنيو چارو وزارت د تر لاس لاندې طرحې له مخې به له سرحدي او ژاندارم پوليسو پرته به نور ټول پوليس ناپوځې دنده پر مخ بيايي.
د كورنيو چارو وزارت مسوولين ټينگار كوي، چې د خلكو يا وگړنيزو پوليسو د جوړښت له مخې به پوليس له خلكو سره نږدې شي.
دغه پوليس همدا اوس د افغانستان په اته ولايتونو كې فعال شوي دي، چې دمگړۍ د اروپايي ټولنې له نغدي او تجهيزاتي مرستو څخه برخمن دي.