تازه خبرونه

پر افغان ځواکونو به هیڅ راز معامله ونشي – اشرف غني

Published

on

 ولسمشر غني نن ( دوشنبه د مرغومي ۱۵) په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په جوړو شویو مراسمو کې څرګنده کړې، چې د هېواد پر امنیتي ځواکونو به هیڅ راز معامله رامنځته نشي.

 د دوحې د دوه یم پړاو خبرو په درشل کې ولسمشر اشرف غني د ناستې برخوالو او افغان امنیتي ځواکونو ته ډاډ څرګند کړ، چې له دې ځواکونو سره به د نړیوالو مرستې دوام ولري؛ ځکه په خبره یې نړیواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو له تمویل او تجهیز لاس نه اخلي.

افغان ځواکونو په تېرو شپږ کلونو کې د نړۍ د امنیت لپاره پوره سرښندنه کړې او له همدې کبله نړیوالو ځواکونو دې په موده کې لږ ځاني زیانونه ګاللي دي.

ښاغلی غڼي ټینګار کړی؛ افغان حکومت هغې سولې ته ژمن دی، چې په کې امنیتي ځواکونه د ځواک د کارولو مشروع وسیله وي.

ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته په خطاب کې وایي: تاسې د دې هېواد ویاړ یاست او تر هغې، چې زه وم پر تاسو به معامله رامنځته نشي.

د سولې په اړه ولسمشر ټینګار کوي؛ افغان حکومت د ټولګډونه سولې غوښتنه لري، چې په کې پوځ د ځواک د کارولو یوازنۍ مشروع وسیله وي.

دی همدا راز وایي، چې تېرو شپږو کلونو کې افغان ځواکونو د نړۍ ټیکاو لپاره ډېره قرباني ورکړې او نن د امنیتي ځواکونو د سرښندنو له برکته نړۍ آرامه ده؛ خو مونږ د جګړې په لومړي صف کې یو.

ولسمشر یوځل بیا ټینګار کوي، چې د اساسي قانون او جمهوریت ساتنې لپاره به په ټول ځواک هڅې وکړي.

ویل کیږي، چې طالب پلاوی د خپلمنځي خبرو د دوه یم پړاو پیلولو لپاره دوحې ته رسېدلی او حکومتي پلاوی به د ملي پخلاینې عالي شورا د څرګندونو له مخې سبا سې شنبه د مرغومي ۱۶ دوحې ته ورسیږي او له رسېدو سره سم به د سولې خبرې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې او ملي پخلاینې عالی شورا د مشرتابه کمېټې درېیمه ناسته نن تر سره شوه، چې په کې د جمهوریت پلوي پلاوي د خبرو لارښود هم وړاندې شو.  

Trending

Exit mobile version