تازه خبرونه

پر امرالله صالح بریدکوونکي ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۳۹۹)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانمرګي برید پلانوونکې لس کسیزه ډله نیولې ده.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ نیول شوي کسان د حقاني شبکې او داعش ګډه ډله ده، چې د افغانستان د حکومت پر لوړ پوړیو چارواکو یې د ځانمرګي بریدونو مسوولیت پر غاړه درلود.

د امرالله صالح د موترو پر کاروان تېره میاشت په کابل کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې وه.

صالح په دې پېښه کې لږ څه ټپي شوی و؛ خو لږ تر لږه له لس ملکي وګړیو یې خو. ژوند اخیستی و.

طالبانو په دې برید کې د لاس لرلو خبره رد کړې وه.

Trending

Exit mobile version