سوداگري
پر اوکراين د روسيې له يرغل سره سم د هر بېرل تېلو بیه سل ډالره لوړه شوه
رویټرز څرګنده کړې، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته په نړیوالو بازارونو کې د یوه بېرل تېلو بیه تر سل ډالرو لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې؛ د نړۍ د ونډو بازار هم راکښته شوی او د روسي روبل ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
روسي چارواکو د مسکو د تبادلې په دفترونو کې د پیسو ټولې راکړې ورکړې وځنډولې.
د روسیې روبل په بهرنیو اسعارو کې ۹ سلنه راټیټ شو؛ خو د روسیې مرکزي بانک اعلان وکړ، چې په اړوند بازار کې د روبل د ثبات لپاره مداخله کوي.
د سرو زرو بيه هم نن سهار لوړه شوې ده.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار (پنجشنبه د کب ۵) پر اوکراین د پراخو بریدونو امر وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه سهار وختي د اوکراین په دونباس سیمه کې ځانګړي پوځي عملیاتو پیل کړل او له اوکرایني پوځ څخه یې کورونو ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.
