نړۍ

پر اوکراین د روسیې شونی برید به ناوړه پایلې ولري

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۰)

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي پرون په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې پر اوکراین د روسیې شونی برید به ناوړه پایلې ولري.

مارک میلي زیاته کړې، چې برید به د پام وړ ځاني او مالي زیانونو رامنځته کړي.

هغه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتي، چې پر اوکراین د برید پر ځای باید ډیپلوماټیکه لار غوره کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن، چې په خبري ناسته کې یې د مېلي  تر څنګ خبرې کولې؛ وایي: په اوکراین کې د جګړې مخه نیول کېدی شي.

آسټین زیاته کړې: جګړه اړینه نده او د ډیپلوماسۍ لپاره اوس هم وخت شته.

هغه ویلي، چې پوتین باید سم کار وکړي او د جګړې پیلولو لپاره کوم دلیل نلرو.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې پر اوکراین شوني برید به روسیې ته ګران برېوځي.

د اوکراین ولسمشر له غربي هېوادونو غوښتي، چې پر اوکراین د شوني برید له خبرداریو دې ډډه وکړي؛ ځکه د یرغل خبرداریو د اوکراین اقتصاد له خطر سره مخ کړی دی.

Trending

Exit mobile version