نړۍ

پر اټومي تړون د ایران او نړۍ خبرې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰)

د ایران دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې په ویانا کې د ایران او نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ زېږدیږ کال پر اټمي تړون خبرې بیا پیل شوې.

د اروپايي اتحادیې یوه ویاند پرون (دوشنبه د لیندۍ ۸) ټویټ وکړ، چې د ویانا پر وخت د ماسپښین درې بجې د ایران د اټمي هوکړې خبرې بیا پیل شوې.

د امریکا او ایران ترمنځ پرونۍ خبرې غیر مستقیمې خبرې ګڼل شوي؛ ځکه، چې ایراني استازیو له امریکايي پلاوي سره مخامخ خبرې رد کړې وې.

له دې مخکې د نړۍ اړوند ځواکونو له ایران غوښتي وه، چې د بندیزونو د نرمولو په صورت کې دې د یورانیمو غني کول محدود کړي؛ خو دا خبرې د دغه هېواد و ولسمشر په توګه د رییسي د ټاکنې له کبله پېنځه میاشتو ودرېدې.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د ایران له اټومي هوکړې ووت او پر دغه هېواد یې بیا بندیزونه ولګول.

Trending

Exit mobile version