تازه خبرونه

پر ایران ځوابي برید به مرګونی او ناڅاپي وي – ګالانټ

لس ورځې مخکې ایران پر اسرائیلو لسګونه توغندي وتوغول او ویلي یې دي، چې دا برید یې د حزب الله، حماس او د سپاه پاسداران انقلاب د مهمو شخصیتونو د وژلو په غچ کې کړی دی.

Published

on

د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانټ خبرداری ورکړی، چې د ایران د وروستيو  بریدونو په اړه د اسرائیلو غچ به مرګونی او ناڅاپي وي.

ګالانټ د چارشنبې پر ورځ اسرائیلي سرتیرو ته ویلي: زمونږ برید به مرګونی، دقیق او له هرڅه دمخه ناڅاپي وي. انم پوه به نشي، چې څه او څنګه پیښ شوي؛ دوی به یې پایلې وګوري. هرڅوک، چې پر مونږ برید وکړي زیانمن به شي او بیه به یې پرې کړي.

لس ورځې مخکې ایران پر اسرائیلو لسګونه توغندي وتوغول او ویلي یې دي، چې دا برید یې د حزب الله، حماس او د سپاه پاسداران انقلاب د مهمو شخصیتونو د وژلو په غچ کې کړی دی.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تهران جګړه نه غواړي؛ خو هر ډول سناریو ته چمتو دی.

عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: مونږ به وګورو، چې برید به څنګه وي؛ له هغې وروسته به ځواب ورکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیتلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د ایران د تېرې اوونۍ توغندیز برید غندلی او د اسرائیلو د امنیت ټنګښت ته یې د امریکا ټینګه ژمنتیا غوښتې ده.

Trending

Exit mobile version