تازه خبرونه

پر بیزوګانو د کرونا ویرس د واکسین ازمون هیلې راټوکولي

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۷, ۱۳۹۹

د کوروناویرس هغه واکسین، چې پر ۶ ماکاک بیزوګانو ازمون ته وړاندې شوی؛ انسانانو ته یې د ډاډ وړ هیلې راټوکولي دي.

بي بي سي راپور ورکوي، چې د بیزوګانو سټه یا بدن د ویروس په وړاندې خونديتوب لري.

دغه واکسین دمګړۍ پر انسان د ازموینې لپاره لابراتواري شوی؛ خو دا ډاډ نشته، چې انسانانو ته به هم کار ورکړي.

دا تجربه په امریکا کې د امریکا روغتیایي انستیتیوتونو او اکسفورډ پوهنتون د څېړونکیو په ګډون ترسره کړې ده.

بي بي سي د دغه ویروس د ازمون په اړه لیکلي: دا واکسین لومړی شپږ بیزوګانو ته تېر شو او څاروي بیا د (sars-cov-2)  ویروس سره مخ شول. بیا د دوی پایلې له هغو بیزوګانو سره پرتله شوې، چې واکسین شوي نه ول.

واکسین په ښکاره په سږو کې له ویروسه بیزوګان خوندي کړي دي.

دغه واکسین؛ ځکه هیلې راوټوکولې، چې د بیزوګانو د خوندیتوب سیستم انسانانو ته ورته دی.

د کورونا ویروس د مخنیوي او درملنې لپاره په ټوله نړۍ کې لسګونه واکسینونه مخ پر پراختیا دي.

Trending

Exit mobile version