Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

خپور شوی

د

امریکا او حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ پر بېلابېلو بېړیو له بریدونو خبر ورکړی؛ هغه بریدونه، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د اختلافونو له زیاتېدا سره هم‌مهاله شوي او ژر هوکړې ته د رسېدو هیلې یې کمزورې کړې دي. تهران هم خبرداری ورکړی، چې تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د ایران شرطونه ونه‌مني.

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د جګړې له دوام سره د تېلو بیې لوړې شوي او د ونډو بازارونه ټیټ دي.

د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او هر بېرل ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې؛ د امریکا د اومه تېلو بیه هم ۱.۳ سلنه لوړه شوې او پر ۸۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.

د سره سمندرګي په سویلي برخه کې د یمن ټرانسپورټ وزارت ویلي، په باب‌المندب تنګي کې پر یوې کوچنۍ باروړونکې بېړۍ د حوثیانو په شکمن برید کې د بېړۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د یمن ساحلي ساتونکو هم ویلي، چې په دې پېښه کې د حوثیانو د مخالفې یوې پوځي ډلې دوه مرستندویان وژل شوي دي.

د حوثیانو اړوند«صبا» خبري آژانس ویلي؛ دې ډلې په باب‌المندب کې پر یوې سعودي بېړۍ، چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، برید کړی دی. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز د امریکا پوځ ویلي، د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د پاناما بیرغ لرونکې یوې باروړونکې بېړۍ د لارښوونې سیسټم د له کاره اچولو لپاره دوه توغندي توغولي دي.

د امریکا د څرګندونو له مخې، دې بېړۍ د درېدلو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د مراعاتولو خبرداری له پامه غورځولی و.

هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي – تهران

د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني.

هغه د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د لبنان او غزې په ګډون د جګړو پای ته رسول د ایران له شرطونو څخه بللي دي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د تېرو ۵۰ کلونو په جګړو، بریدونو او لاریونونو کې وژل شويو ته د غرامت غوښتنه وکړه.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران نور اقدامات وکړي؛ امریکا کولی شي سخت ځواب ورکړي.

هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز شاوخوا پېنځمه برخه لېږدوله او د دې تنګي تړل کېدل کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول؛ په دغو نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ایران هم د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر موخو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان سلاکار محمدرضا نقدي ویلي، دغه ځواک د «دښمن په خاوره» کې د عملیاتو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

سیمه ییز خبرونه

د امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې

ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.

Published

on

ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له لوري د هوايي چلند پر سکټور د نویو بندیزونو له لګېدا وروسته د چارشنبې پر ورځ ځینې نړیوالې الوتنې لغوه کړې دي.

ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.

دغه راز په تهران کې یوه سیاحتي اداره وايي؛ بغداد، مسقط او قطر ته هم الوتنې درول شوې دي؛ خو چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې اوس هم دوام

 لري.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د دوشنبې پر ورځ د ایران پر هوايي چلند د نویو بندیزونو اعلان وکړ. نوموړي ادعا کړې، چې له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې د ایران نړیوالې الوتنې له دې بندیزونو اغېزمنې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ګډون لپاره تللی؛ د امریکا فشارونه رد کړي او څرګندوي، چې د بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې به د ایران د خلکو مقاومت پیاوړی شي.

د الوتنو د څارنې معلومات ښيي، چې د ماهان ایر یوه الوتکه د چارشنبې پر ورځ له تهران څخه د چین ګوانګژو ښار ته رسېدلې او یوه بله الوتنه شانګهای ته هم په پام کې نیول شوې ده.

چین د امریکا نوي بندیزونه غندلي او غیرقانوني یې بللي دي.

له ایران څخه استانبول ته هم ځینې الوتنې دوام لري، خو یو شمېر نورې لغوه شوې دي.

په تهران کې یوې سیاحتي ادارې ویلي، چې د وضعیت د ناڅرګندوالي له مخې یې د الوتنو د لغوه کېدا د اندېښنې له کبله د ټکټونو پلور درولی دی.

ایراني هوايي شرکتونه اوس هم ترکیې، ارمنستان، نجف او دوبۍ ته ځینې الوتنې لري.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رییس محسن رضايي ګاونډ هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا له اقداماتو سره همکاري ونه‌کړي. نوموړي ویلي، که کوم هېواد له امریکا سره همکاري وکړي، هوايي ډګرونه به یې له ایران سره د الوتنو توان له لاسه ورکړي.

دغه راز د ایران او عراق ترمنځ د الوتنو د احتمالي ځنډېدا له کبله اندېښنې زیاتې شوې دي؛ ځکه هر کال ګڼ‌شمېر ایراني زیارت کوونکي عراق ته سفر کوي.

ایراني رسنیو ویلي، چارواکي بغداد ته د الوتنو د انتقال امکان نجف ته ارزوي.

په نجف کې سیاحتي ادارو هم ویلي، چې مسافر د الوتنو د احتمالي لغوه کېدا په اړه پوښتنې کوي او ځینې یې د ځمکني سفر لارې هم څېړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

Published

on

امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.

دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.

تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نه‌دی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیله‌بښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.

ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.

دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونه‌رسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».

ترمپ دا درې‌ساعته خبرې‌« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نه‌دي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.

هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.

ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.

سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه  هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران دې د حوثیانو وسلوال ملاتړ ودروي – د اووه هېوادونو ډله

د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.

Published

on

د اووه هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي، چې په یمن کې د حوثیانو ملاتړ او هغوی ته د وسلو ورکول ودروي؛ ځکه دا چاره کولی شي د کړکېچ د زیاتېدا، د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډېدا او په سیمه کې د ډېرې بې‌ثباتۍ خطر زیات کړي.

د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د یمني حوثیانو بریدونه او په سمندري لارو کې پر ملکي بېړیو بریدونه غندلي دي.

په خبرپاڼه کې له حوثیانو غوښتل شوي، چې د ملکي بېړیو پر وړاندې ټول پوځي اقدامات او ګواښونه سمدستي ودروي او پر ښه نیت سیاسي بهیر ته بېرته راوګرځي.

دغه خبرپاڼه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خپره شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!