سیمه ییز خبرونه

پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

Published

on

امریکا او حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ پر بېلابېلو بېړیو له بریدونو خبر ورکړی؛ هغه بریدونه، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د اختلافونو له زیاتېدا سره هم‌مهاله شوي او ژر هوکړې ته د رسېدو هیلې یې کمزورې کړې دي. تهران هم خبرداری ورکړی، چې تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د ایران شرطونه ونه‌مني.

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د جګړې له دوام سره د تېلو بیې لوړې شوي او د ونډو بازارونه ټیټ دي.

د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او هر بېرل ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې؛ د امریکا د اومه تېلو بیه هم ۱.۳ سلنه لوړه شوې او پر ۸۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.

د سره سمندرګي په سویلي برخه کې د یمن ټرانسپورټ وزارت ویلي، په باب‌المندب تنګي کې پر یوې کوچنۍ باروړونکې بېړۍ د حوثیانو په شکمن برید کې د بېړۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د یمن ساحلي ساتونکو هم ویلي، چې په دې پېښه کې د حوثیانو د مخالفې یوې پوځي ډلې دوه مرستندویان وژل شوي دي.

د حوثیانو اړوند«صبا» خبري آژانس ویلي؛ دې ډلې په باب‌المندب کې پر یوې سعودي بېړۍ، چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، برید کړی دی. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز د امریکا پوځ ویلي، د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د پاناما بیرغ لرونکې یوې باروړونکې بېړۍ د لارښوونې سیسټم د له کاره اچولو لپاره دوه توغندي توغولي دي.

د امریکا د څرګندونو له مخې، دې بېړۍ د درېدلو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د مراعاتولو خبرداری له پامه غورځولی و.

هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي – تهران

د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني.

هغه د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د لبنان او غزې په ګډون د جګړو پای ته رسول د ایران له شرطونو څخه بللي دي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د تېرو ۵۰ کلونو په جګړو، بریدونو او لاریونونو کې وژل شويو ته د غرامت غوښتنه وکړه.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران نور اقدامات وکړي؛ امریکا کولی شي سخت ځواب ورکړي.

هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز شاوخوا پېنځمه برخه لېږدوله او د دې تنګي تړل کېدل کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول؛ په دغو نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ایران هم د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر موخو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان سلاکار محمدرضا نقدي ویلي، دغه ځواک د «دښمن په خاوره» کې د عملیاتو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

Trending

Exit mobile version