تازه خبرونه

پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي- ریچارد میک پنس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر مرستیال وایي، چې پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي. ریچارډ پنس د مونشن(مونیښ) په امنیتي غونډه کې وویل، له ترهګرو څخه د خپل هېواد د ژغورلو لپاره افغان ځواکونو ډېر تلفات ګاللي دي.

د مونیخ دريپنځوسم کلنی نړیوال امنیتي کنفرانس، درې ورځنۍ غونډه، چې په کې پېنځه سوه نړیوالې څیړې، د پېنځه ویشت هېوادونو مشران، د اتیا هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون لري، غواړي نړیوالو ته د نړیوالو بې نظمیو په وړاندې د مبارزې پیاوړی پیغام ولیږدوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال ریچارد میک پنس په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د اوږدې مبارزې خبره کوي، چې په وینا یې افغان ځواکونو ته یې لوړ تلفات اړولي دي.

د نوموړي په وینا؛ د اسلامي توند لارو په وړاندې مبارزه کې مونږ ګډه قرباني درلوده. په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ناتو هېوادونو او زیاترو متحدانو د دې شومې پدیدې په وړاندې له افغانستان څخه تر عراقه مقابله وکړه. په دې جګړه کې د ناتو د ملګري امریکایي ځواکونو تر څنګ، د نړیوال ائتلاف څه باندې یوولس سوه سرتېري له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې وژل شوي دي. افغانانو په ځلونو د خپل هېواد د آزادولو  او آزادي ساتلو لپاره ډېر تلفات ورکړي دي.

هغه زیاتوي، له داعش سره سخته مقابله او د ترهګرو د مالي سرچینو وچول یوه اړتیا ده.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالتونه په نه ستړې کیدونکي توګه د دښمانانو په ځانګړې توګه داعش د خلافت د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي. مونږ مخ په وړاندې د تګ لپاره باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړو او د هغوي سایبري وړتیا باید له منځه ولاړه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن د غونډې په څنډو کې  د نړۍ له مشرانو او استازیو غوښتي، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې غونډې په څنډو کې د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل، د امریکا او بریتانیا له دفاع وزیرانو او د نورو هېوادونو له چارواکو سره ولیدل او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په لار کې له هغوي وغوښتل، چې افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم د مونیښ په غونډه کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په وړاندې پر جدي مبارزه ټینګار وکړ.

د مونیښ درې ورځنی نړیوال امنیتي کنفرانس داسې مهال جوړیږي، چې په پاکستان او افغانستان کې ترهګریز بریدونه اوج ته رسیدلي، چې ویل کیږي اصلي ریښه یې په پاکستان او سیمه کې ده.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version