تازه خبرونه
پر جلال آباد او مهترلام د برښنا د پرې کیدو نن ۱۶ ورځ ده
شپاړس ورځې وشوې، چې د مهترلام او جلال آباد پر اوسیدونکیو د نغلو برښنا مزي پرې شوې؛ جوماتونه بې غږه، فابرېکې بندې، په روغتونونو کې ناروغان په چغو او د قربانیو غوښې یې ورستې شوې دي.
په دې اړه د حکومت غلي پاتې کیدو او د سیمه ییزو چارواکو بې غورۍ د خلکو غصه راپارولې او پر ضد یې لاریونه پيل شوي دي.
پاڅونوال وايي، د ننګرهار والي او د برښنا رییس بې غوري، بې تفاوتي او چوپ پاتې کیدل د دوی د بې کفایتۍ او په دې کار کې له اقتصادي مافیا او وسلوالو مخالفینو سره ښکېل کیدل یې ښکاره ثبوت دی.
د ننګرهار مدني فعالان دا کار د لغمان او ننګرهار له ولس سره لویه جفا بولي.
دوی د کابل- جلال آباد پرسړک د برښنا د مزو غزولو، په ننګرهار کې د برښنا کوټونو د جوړولو او په ولایتي اداره کې د بدلون غوښتنې وړاندې کړي.
مدنی فعالانو د احتجاج په ډول د ولایتي مقام مخې ته خیمه درولې ده.
د ننګرهارولایت مرسیتال محمد حنیف ګردیوال د دې ستونزې له حل ځان عاجز ګڼي او د ننګرهارله ولسي استازیو او مرکزي حکومته همکاري غواړي.
د لغمان او ننګرهار مطبوعاتي دفترونو په خپلو فسبوکپاڼو کې لیکلي، چې د شنبې د ورځې تر پایه به په بادپښ کې د برښنا ستونزه حل شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې وسلوال طالبان مهترلام او جلال آباد ته د برېښنا تللي مزي په بادپښ کې پرې کوي، بلکې هره میاشت څو ځله دا کار کیږي او حکومت یې تراوسه پر دایمي حل نه دی بریالی شوی.
خبریال: رحمت الله زیارمل.