تازه خبرونه

پر دیورند کرښې غزېدلی اغزن تار بشپړېدو ته نږدی شوی – پاکستان

Published

on

د پاکستان پوځ په ډاګه کړې، چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۲۶۰۰ کیلو متره اغزن تار غزېدلی او په راتلونکیو دوه میاشتو کې به پاتې نور هم بشپړ شي.

د پاکستان پوځي سرچینو (آی ایس پی آر) د جمعې پر ورځ امریکا غږ ته څرګنده کړې، چې د پولې په اوږدو کې لږ تر لږه ۸۳ سلنه اغزن تار غزېدلی او په سلګونه نوې پوستې او کلاګانې د کرښې په اوږدو کې جوړې شوې دي.

دا پروګرام په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د وسلوالو د نفوذ، قاچاق او ناقانونه تېریدو د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ په ښکاره دا کار د افغانستان د حکومت له مخالفت سره سره په یو اړخیزه توګه روان ساتلی ، چې څه نا څه ۵۰۰ میلیون امریکایي ډالر لګښت پرې راځي.

آی ایس پی آر په ډاګه کړې، چې دغه اغزن تار پر دوه درې متره لوړوالي او څو متره د سور په واټن غزېدلی، چې ان له ټيټو او ۴۰۰۰ مترو په لوړوالي له غرنیو سیمو تېر شوی دی.

سرچینې ویلي؛ دې کار په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر کم کړی، خو د غزولو په بهیر کې د افغانانو او پاکستانیو ځواکونو تر منځ وسلوالې نښتې هم رامنځته شوې دي.  

دیورند کرښه لکه څنګه، چې په عام ډول په افغانستان کې ورته اشاره کیږي؛ په تاریخي توګه دا جنجال د  بریتانیا له استعماري دورې راپورته شوی دی.

له نن څخه یو ۱۲۷ کاله  مخکې د ۱۸۹۳میلادي کال د نوومبر پر دولسمه نېټه د دیورند د فرضي کرښې هوکړه د امیرعبدالرحمان د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې ده.

 دا کرښه د حمید مبارز د څرګندونو له مخې؛ د واحد ملت پر ځمکه ۲۶۴۰ کیلو متره جبري راکښل شوې، چې د بد خشان ولایت د واخان ولسوالۍ له نوښاخ سیمې څخه شروع د نیمروز ولایت د چاربرجک ولسوالۍ تر ملک سیاه غره  پورې  رسیږي.

پاکستان دا اعتراضونه ردوي او وایي، چې دا په ۱۹۴۷ کال کې له انګلستان څخه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته دا نړیوال میراث ور په برخه شوی دی.

د امریکا غږ څرګنده کړې، چې دغه راز د پاکستان اردو له ایران سره خپله سویل لویدیځه پوله هم، چې ۹۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري؛ د امنیتي اندېښنو له مخې پر ۳۰ سلنه اغزن تار غزول شوی دی.

د پاکستانیو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې دا پروژې په ۲۰۲۱ کال کې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version