سیمه ییز خبرونه

پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي

Published

on

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د جنوبي افریقا پر غوښتنه د غزې د جګړې پر مهال پر رفح د اسرائیلو د بریدونو په اړه بحث وکړي.

د نړیوالې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د جنوبی افریقا پر غوښتنه به د غویی پر اووه ویشتمه  او اته‌ویشتمه / د می پر شپاړلسمه او اووه‌لسمه پر رفح د اسرائیلو پر بریدونو ناستې تر سره شي.

دا غوښتنه د هغو دوسیو یوه اړینه برخه ده، چې سویلي افریقا د جنوري په میاشت کې د اسرائیلو پر وړاندې ثبت شوې او دا هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسلي وژنې تورن کړی دی.

د یکشنبې پر ورځ مصر له ترکیې او کولمبیا سره د اسرائیلو پر ضد د درېدو غوښتنه وکړه.

د مصر حکومت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد له درېدو وروسته اوس له دې رژیم سره د سیاسی اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.

د سکای نیوز د راپور له مخې؛ د مصر حکومت له اسرائیلو سره د سیاسي اړیکو د کمولو په اړه هڅې پیل کړې دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېواد یې په رسمي توګه د جزا په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد د جنوبي افریقا له غوښتنې ملاتړ کوي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي: مونږ یو ځل بیا د ملګرو ملتو له امنیت شورا او نفوذ لرونکیو خواوو غواړو، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د ټینګولو او پر رفح د پوځی عملیاتو د بندولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د تېرې میاشتې په پیل کې پر غزه د صهیونیسټ رژیم له‌خوا د ډله‌ییزې وژنې د ترسره کولو په اړه د جنوبی افریقا پر غوښتنه بیا کتنه وکړه.

دې محکمې له صهيونیسټ رژيم څخه وغوښتل، چې په غزه کې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره کړي.

دې محکمې امر وکړ، چې په يوه مياشت کې دننه د ټولو هغو اقداماتو راپور نړيوال عدالت ته وړاندې کړي، چې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره يې کړي دي. همداشان د دغې محکمې قاضي ویلي، چې د جزا حکم د صهیونیسټي رژیم  لپاره  نړیوال  مکلفیتونه  رامنځته کوي .

د دې ترڅنګ نړیوالې محکمې صهیونیسټ رژیم ته امر وکړ، چې په غزه کې د بېړنیو خدماتو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ خو د اوربند رامنځته کولو حکم یې صادر نکړ.

Trending

Exit mobile version