نړۍ
پر رفح د برید په صورت کې به پر اسرائیلو وسلوال ملاتړ ودرول شي – جو بایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن د چارشنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره اسرائیلو ته رسنیز خبرداری ورکړ، چې که اسرائیلي ځواکونه د غزې په سویل کې له مهاجرینو څخه پر ډک ښار رفح پراخه برید وکړي؛ نو امریکا به دغه ځواک ته د وسلو ورکول ودروي.
بایډن له سيانان سره په مرکه کې څرګنده کړې: ما ښکاره کړه، چې که دوی رفح ته ولاړ شي … زه به د هغو وسلو کارول ودروم، چې د رفح په جګړه کې کارول شوي دي.
د بایډن څرګندونې پر رفح د اسرائیلو د برید د مخنیوي او په منځني ختیځ کې د امریکا د ې متحد تر منځ ډېرېدونکی واټن پر ګوته کوي.
بایډن ومنله، چې اسرائیلو اووه میاشتې مخکې د حماس د له منځه وړلو لپاره پر غزه برید وکړ او د ملکي وګړو د وژلو لپاره یې امریکايي وسلې وکارولې.
د غزې روغتیا وزارت ویلي؛ د اسرائیلو په عملیاتو کې تر اوسه ۳۴ زره ۷۸۹ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري يي ملکي وګړي دي.
هغه اسرائیلو ته د ۲۰۰۰ پونډي بمونو د لیږلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: په غزه کې د بمونو او نورو لارو په پایله کې خلکو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو پر شرط یې خبرې کړي ویلي؛ واشنګټن په رفح کې د وسلو د لېږد په اړه څېړنه کړې، چې په پایله کې یې ۱۸ سوه ۲۰۰۰ پونډه (۹۰۷ کیلوګرامه) بمونه او ۱۷ سوه ۵۰۰ پونډه بمونه لېږدول درول شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو سفیر ګیلاد اردان د اوونۍ په پیل کې د واشنګټن پرېکړه ډېره ناهیلې کوونکې یاده کړه. که څه هم هغه باور نهدرلود، چې امریکا به اسرائیلو ته د وسلو لېږل ودروي.
اسرائیلو روانه اوونۍ پر رفح برید وکړ. دا هغه ځای دی، چې له یو میلیون ډېرو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې؛ خو بایډن ویلي، چې هغه د اسرائیلو بریدونه بشپړ یرغل نهګڼي؛ ځکه، چې دوی پر ګڼمیشتو سیمو برید ندی کړی.
دا مرکه له هغې څو ساعته وروسته وشوه، چې دفاع وزیر لویډ جي آسټین تېره اوونۍ د بایډن پرېکړه ومنله، چې پر رفح د بریدونو د اندېښنو له کبله د زرګونو درندو بمونو لیږد بندوي؛ ځکه، چې واشنګټن پر ملکي سیمو د اسرائیلو د بریدونو مخالفت کوي.
اسرائیلو روانه اوونۍ پر رفح برید وکړ. دا هغه ځای دی، چې له یو میلیون ډېرو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې؛ خو بایډن ویلي، چې هغه د اسرائیلو بریدونه بشپړ یرغل نهګڼي؛ ځکه، چې دوی پر ګڼمیشتو سیمو برید ندی کړی.
امریکا په ۲۰۱۶ کال کې له اسرائیلو سره درېیم لس کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې د ۱۰ کلونو لپاره د ۳۸ میلیارډ ډالرو نظامي مرستې چمتو کوي.
ویل کیږي، چې امریکا به اسرائیلو ته د دفاعي وسلو ورکول روان ساتي.
