تازه خبرونه

پر سردار محمد داوود خان روغتون په برید کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ـ ا.ا

Published

on

اسلامي امارت څرګنده کړې؛ په خواشینۍ، چې د کابل د سردار محمد داوود خان پر روغتون په ننني برید کې د ۳ ښځو، یو ماشوم او درې امنیتي ځواکونو په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یاد برید ناکام او د ۵ داعشیانو په کې ووژل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نننی برید د پېنځو داعش بریدګرو پر وژل کېدو ژر پای ته ورسېد.

عیني شاهدانو ویلي؛ نن ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ د سردار محمد داوود خان روغتون دروازې ته څېرمه یوه چاودنه وشوه او څو دقیقې وروسته دوه یمه چاودنه رامنځته شوه او بیا بریدګر د روغتون ودانۍ ته ننوتل.

ویل کیږي، چې د داعش بریدګرو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښتې څو ګړۍ روانې وې.

ذبیح الله مجاهد منلې، چې په برید کې د درې ښځو، یو ماشوم او د اسلامي امارت د درې امنیتي ځواکونو په ګډون اووه کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

دغه راز رویټرز د اسلامي امارت د چارواکو له خولې ویلي، چې په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې، خو اسلامي امارت ویلي، چې برید داعش کړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر او په کابل کې د پاکستان سفارت دغه برید غندلی دی.

ـــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ:

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version