تازه خبرونه

پر طالبانو د بندیزونو د نرمولو له لارې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شو-روسیه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 روسیه، چې په تېرو څوارلس کلونو کې غلې وه اوس یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې همکاریو ته تیاری ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا وایي، د افغانستان په ځانګړي توګه د شمال سیمو وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه طالبان د هېواد په ځینو شمالي ولسیوالیو کې واکمن دي او له هغو ځایونو د حکومت تر ولکې لاندې سیمو خونړي بریدونه کوی.

له همدې کبله زمونږهېواد حاضر دی؛ پر طالبانو د بندیزونو د نرمولو له لارې، چې د افغانستان له ملي ګټو سره ټکر ونه لري، د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.

روسیه د افغانستان د سولې له پاره د څلورو هېوادونو پېنځه څلور اړخیزه ناسته هم بې پایلې بولي.

ماریا زاخاروا څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د سولې تېرې هڅې په ځانګړي توګه د څلور اړخیزې ډلې کوښښونه ناکام شول؛ ځکه دغه څلور هېوادونه اوس هم پایلې ته نه دي رسیدلي. 

په همدې دلیل په دې بهیر کې مداخله د دې ښودنه کوي، چې روسیه د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا له پاره مرستو ته چمتو ده.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال که څه هم له دې اقدامه ملاتړ کوي؛ خو له همکارو هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره د همکاریو په اړه له افغان دولت سره مشوره وکړي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وایي، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ په روغه کې بدي نشته؛ خو د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ دې ډلې ډېر مخکې خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړی او د هغو کسانو په منځ کې، چې د حکومت خلاف جګړه کوي کوم ملاتړ نه لري.

 

Trending

Exit mobile version