سیمه ییز خبرونه

پر طبي بوټو د يوناني طبيبانو درملنه ستونزه نه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د روغتيا نړيوال سازمان د پرېكړې له مخې،  د لومړنيو ناروغيو درملنه په دوديزه بڼه ستونزه نه لري.

د عامې روغتيا وزارت وايي، دا پرېكړه پر دې سربېره، چې دوديزې درملنې ته رسميت وركوي د هېوادونو پر اقتصاد هم بې اغېزې نه ده.

په كابل كې  يو شمېر دوديز طبيبان له حكومت څخه غواړي، چې په افغانستان كې دې  دې درملنې ته هم د پوهنتوني زده كړو زمينه برابره كړي.

د دوديزو درملو يو شمېر هغه پلورونكي، چې د روغتيا وزارت جواز لري وايي:

له بوټو څخه جوړشوي داسې درمل پلورو، چې روغتيا ته گټور دي.

ځينې داسې درمل پلورونكي هم  شته، چې د خپل دې كار لپاره د فعاليت رسمي جواز نه لري.

حكيم، لالا دلسوز، چې د يوناني طب په برخه كې كار كوي وايي:

دا كار ورته له پلاره په ميراث پاتې دى. كه څه هم  د روغتيا وزارت قانوني جواز لرم، خو تراوسه په افغانستان كې د دې برخې د روزنې او يا زده كړې له پاره كوم پوهنتون او يا پوهنځى نشته.

يوناني طبيب حكيم  جمدروايي:

په نورو هېوادونو او په ځانگړي توگه هند او ايران كې د دوديزې درملنې لپاره پوهنتونونه جوړ شوي، خو په افغانستان كې ورته پاملرنه نه كيږي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، د روغتيا نړيوال سازمان دوديزه يا يوناني درملنه  د بوټو په وسيله د درملنې په توگه منلې او دوى هم تر اوسه ۵۶ تنو ته د فعاليت قانوني سندونه وركړي دي.

د روغتيا وزارت د فارمسي چارو رييس عبدالحفيظ قريشي وايي، يو زيات شمېر كسان له دوديز طب څخه په ناوړه استفاده ناقانونه فعاليت كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې د روغتيا وزارت دوديزه درملنه د هېواد په اقتصاد كې اغېزمنه بولي  او دا ډاډ څرگندوي، چې د روغتيا نړيوال سازمان د پرېكړې له مخې چين په ۲۰۰۵ م كال كې د دوديز طب له لارې ۱۴ ميليارد دالر عوايد ترلاسه كړي دي.

Trending

Exit mobile version