نړۍ

پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول

د رويټرز د راپور له مخې؛ فلسطينيانو هوايي او ځمکني بريدونه او همدارنګه جبري ايستل د توکميز تصفيې په توګه غندلي او ادعا کوي، چې اسرائيل د غزې د دوه شمالي ښارونو او د مهاجرو د کمپونو د تشولو لپاره د حائل زونونو د جوړولو هڅې کوي.

Published

on

رویټرز د فلسطین د روغتیایی سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ ( لړم دیارلسمه ) په غزه کې، چې اسرائیل د حماس د کمزوري کولو لپاره ترسره کوي؛ ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

د رويټرز د راپور له مخې؛ فلسطينيانو هوايي او ځمکني بريدونه او همدارنګه جبري ايستل د توکميز تصفيې په توګه غندلي او ادعا کوي، چې اسرائيل د غزې د دوه شمالي ښارونو او د مهاجرو د کمپونو د تشولو لپاره د حائل زونونو د جوړولو هڅې کوي.

اسرائیل دا تورونه ردوي او ټینګار کوي؛ یوازې د حماس له وسلوالو سره مقابله کوي، چې له دغو سیمو بریدونه کوي.

ډاکټرانو اعلان کړی، چې په بیت لاهیا او جبالیه کې د استوګنې پر کورونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ فلسطینیان وژل شوي، چې په دې سیمه کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی او د اسرائیلي پوځ د پوځي عملیاتو مرکز دی. نور قربانیان هم د غزې په ښار او د غزې په جنوب کې د خان یونس په ګډون په بېلابېلو هوایي بریدونو کې وژل شوي.

د غزې روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د یکشنبې پر ماښام بیت لاهیا ته څېرمه پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلي ټانکونو لخوا برید وشو، چې په روغتون کې بستر شوی ماشوم یې سخت ټپي کړل.

د دغه روغتون مشرې حسام ابو صوفیه ویلي، برید له هغې وروسته وشو، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه پلاوي له یو شمېر ناروغانو لیدنه وکړه او هغوی یې ایستل.

هغې ټینګار کړی؛ د غزې په شمال کې هغو روغتونونو ته، چې د زخمیانو د شمېر د زیاتېدا له کبله تر فشار لاندې دی، د متخصصو ډلو د استولو لپاره ډېره اړتیا ده.

ابو صفیه زیاته کړې، چې د ټانکونو په برید کې د اوبو سرچینې، سیمه او د روغتون د نویو زېږیدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې څانګه هم ویجاړه شوې ده. د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د دغه راپور په اړه څېړنه کوي.

د شنبې پر ورځ د اسرائیلو پوځ یو نوی کنډک جبالیا ته واستاوه، چې له دوه نورو کنډکونو سره یوځای شي او په سیمه کې فعالیت وکړي.

د پوځ په یوه بیان کې ویل شوي، چې د اوکتوبر پر پېنځمه د عملیاتو له پیل راپدېخوا په نښتو کې سلګونه فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ د ملکي چارو ادارې کوګات اعلان کړی، چې د غزې په شمالي سیمو کې د پولیو د واکسین دوه‌یم پړاو پیل شوی او تر اوسه ۵۸ زره ۶۰۴ ماشومان واکسین شوي؛ خو د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې پوځي بریدونو په جبالیه، بیت لاهیا او بیت حنون کې د زرګونه ماشومانو د واکسین کولو مخه نیولې ده.

د یادولو ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه حماس پر اسرائیلو برید وکړ، چې په کې ۱۲۰۰ اسرائیلیانو د وژل کیدو او غزې ته د ۲۵۱ یرغمل کیدو لامل شو. له دې برید وروسته اسرائیلو غچ اخیستونکي ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړل، چې له ۴۳ زره ۳۰۰ ډېر فلسطینیان یې ووژل او د غزې ډېره برخه یې کنډوالو کړه او په زرګونه نور ټپیان شول.

Trending

Exit mobile version