تازه خبرونه
پر فراه ښار د وسلوالو طالبانو بريد ناكام شوى
د فراه پوليس وايي، پر فراه ښار د وسلوالو بريد ناكام شوى او وسلوالو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د فراه ښار په څنډو كې د پنجشنبه په سهار د سپكو او درندو وسلو په كارولو جګړه پيل شوه. له دې امله بازار بند او خلك له كورونو نه شواى راوتلاى.
دفراه يو شمېر اوسيدونكي د جګړې له وېرې له ښاره د وتلو په حال كې دي او په دولت تورلګوي، چې د وسلوالو پرضد جګړه كې ناغيړي كوي.
د ښار د امنيت ساتنې په موخه امنيتي كمربندونه اوس غښتلي شوي او د ښار پر څنډو په ځانګړې توګه برنګتوت، باغ پل، شورآباد او ده يك كې نوي كمربندونه جوړ شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان توریالی عبدیاني وايي، د وسلوالو طالبانو د پنجشنبې ورځې بريدونه يې پر شاتمبولي او طالبانو ته درنده مرګ وژوبله اوښتې ده .
امنيتي ځواكونه او محلي پوليس د جګړې په لومړۍ كرښه كې د خپلې پياوړتيا خبره كوي او وايي، طالبان نه شي كولى ښار ونيسي.
ويل كيږي، چې د جګړې د كنترول په موخه د دغه ولايت د ملي امنيت پخوانى رييس عبدالصمد شمس او د امنيې پخوانى قومندان عبدالجليل بختور هم دغه ولايت ته ليږدول شوي دي.