پرمختګ او بشپړتیا
پر كونړ سيند د برښنا بند د جوړولو پر لارو چارو خبرې وشوې
د افغانستان د ماليې وزير وايي، چې د افغانستان او پاكستان د اقتصادي همكاريو په نهمه غونډه كې د كونړ پر سيند د برښنا بند جوړولو او پېنځه ميليارد دالرو ته د سوداگريزې راكړې وركړې په زياتولو هوكړې شوې دي.
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:
د افغانستان او پاكستان د اقتصادي همكاريو په دې غونډه كې هوكړه شوې، چې د دواړو هېوادونو د گمركاتو تر منځ مستقيمې اړيكې ټينگې او ترانزيتي ستونزې حل شي.
دغه راز په قاسم او كراچۍ بندر كې د افغان سوداگرو لپاره د ځاى ځانگړي كول هم په دې هوكړو كې شامل دي.
د پاكستان د ماليې وزير محمد اسحق ډار ټينگار كړى، چې:
زه ډاډ وركوم، چې سياسي مسايل به پر اقتصادي مسايلو هيڅ اغېز ونه كړي. مونږ په دې پوه يو، چې د پاكستان وده د افغانستان له پرمختگ سره تړلې ده.
د دواړو هېوادونو د چارواكو په وينا، د منځنۍ آسيا له هېوادونو قرغزستان او تاجكستان څخه د افغانستان له لارې پاكستان ته د ۱۳۰۰ ميگاوات برښنا ليږد به ۲۳۰۰ ميگاوات لوړ شي او د كابل- اسلام پر دوه يم سړك جوړولو هم څېړنې پيل شي.