تازه خبرونه

پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو مخه دې ونیول شي – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د زمري ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې حکومتي پلاوي د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د نړیوالې ټولنې له استازیو سره په کتنه کې د هېواد پر لویو ښارونو د طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دې بریدونو بشري حقونه او د جګړې قانون تر پښو لاندې مړي او بشري ناورین رامنځته کوي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان حکومت په استازیتوب د ترویکا په غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازیو هم ونډه درلوده.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده ګړې؛ عبدالله له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ترویکا له غړیو هېوادونو وغوښتل، چې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي؛ ځکه، چې د جنګي جرمونو، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او انساني غمیزې لامل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي؛ عبدالله ټینګار کړی؛ د سولې خبرې باید بیا پیل شي، چې په هېواد کې تلپاتی اوربند او سیاسي حل ترلاسه شي.

دغه راز د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر حنیف اتمر د آسترالیا د ستراتیژیکو سیاستونو له مرکزسره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د بریدونو له کبله په سم نیم افغانستان کې سوداګري او عامه خدمتونه په ټپه ولاړ دي او انساني ناورین رامنځته شوی دی.

هغه ویلي، چې د اپریل را پدیخوا په افغانستان کې شپږ زره کسان وژل شوي، چې څلور زره یې پوځيان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي: جګړې زمونږ په هېواد جې ناوړه اغېزه کړې. د هېواد په نیمه برخه کې قانون، عامه خدمتونه او سوداګري په ټپه دریدلې. له همدې کبله بشري وضعیت د خرابیدو په حال کې دی.

آروپايي ټولنې ویلي، چې د افغان د کډوالو احتمالي څپې ته هیڅ ډول چمتووالی نلري. دې ټولنې ویلي، چې باید د دې ستونزې د حل او مخنیوي لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې طالبانو د افغانستان د ۱۱ ولایتونو مرکزونه نیولي او د جګړې له کبله د بیځایه شويو کورنیو په شمېر کې ورځ تر بلې ډېروالي راځي.

Trending

Exit mobile version