تازه خبرونه

پر مسافر وړونکي ریل‌ګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا

پر ریل‌ګاډي برید، چې له ۴۰۰ ډېر مسافر یې لېږدول؛ د سې‌شنبې پر ورځ له غرمې وروسته پیل شو او د چارشنبې پر ورځ پای ته ورسېد.

Published

on

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په بلوچستان ایالت کې پر یوه مسافر وړونکي ریل‌ګاډي وسلوال برید افغانستان میشتو وسلوالو پلان کړی و.

پر ریل‌ګاډي برید، چې له ۴۰۰ ډېر مسافر یې لېږدول؛ د سې‌شنبې پر ورځ له غرمې وروسته پیل شو او د چارشنبې پر ورځ پای ته ورسېد.

په دې پېښه کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول، چې پړه یې د بلوچستان د آزادۍ پوځ پرغاړه اخیستې ده.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د برید پر مهال وسلوالو سټلایټ ټیلیفونونه کارولي او بریدګرو له افغانستان څخه اړیکې نیولې وې.

په خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي، چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه د کار اخیستلو مخه دې ونیسي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له دنیا نیوز ټلویزیون سره په خبرو کې ګواښ کړی، چې افغانستان د وسلوالو ملاتړ کوي او وروستی برید “به د لوبې اصول بدل کړي.”

اسلامي امارت پخوا هم د پاکستان دې ته ورته ادعاوې، چې ګواکې بریدونه په افغانستان کې پلان کېږي؛ ردې کړې دي.

Trending

Exit mobile version