تازه خبرونه
پر معلوماتو د لاس رسي قانون د تطبیق لپاره یو کمیسیون جوړیږي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي؛ پر معلوماتو د لاس رسي د قانون د ښه تطبیق لپاره به یو کمیسیون جوړ شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني د خپل سلو لومړیو ورځو کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې په لنډو ورځو کې به د رسنیو کمیسیون هم جوړ او په کار پیل وکړي.
د وزارت په تشکیلاتو بیا کتنه، د ګرځندوی وده، د لرغونو آثارو ترمیم او بیا رغاونه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر د سل ورځني پلان د کار نورې مهمې برخې دي.
ښاغلی جهاني وایي، سل ورځنی کاري پلان یې په پنځو برخو تمرکز لري.
هغه د رسنیو په کار کې په همغږي ټینګار کوي او وایي، د رسنیو د کمیسیون جوړښت یې د کاري پلان بله برخه ده.
ښاغلی جهاني وایي، هر کال باید د هېواد په کچه له ۱۵ تر شلو تاریخي آبدات ترمیم او ورغول شي، خو د هغه په خبره کاري ظرفیتونه ټیټ دي او دا هدف نه شي تر لاسه کیدای.
ده په دې برخه کې هم د بدلون ژمنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، د وزارت څلورو کلیدي برخو ته د بودجې صفر اعشاریه دوه فیصده ځانګړې شوې چې دوي ته د منلو نه ده.
دی وایي، تېر کال وزارت د پرمختیایی بودجې یواځې پنځه ویشت سلنه برخه مصرف کړې؛ خو سږ کال به هڅّه وشي چې د وزارت په تشکیلاتو د بیا کتنې له لارې دا وضعیت بدل شي.
خبریاله: نبیله حفیظي