تازه خبرونه

پر نسیم الله دانش د لګیدليو تورونو سپیناوی دې وشي- د خوست قومي مشران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت پخواني مشر نسیم الله دانش په ډاګه کړه ؛ دی د یوې توطیې له مخې له دندې لیرې شوی او له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غواړي، چې یو کمیسیو وټاکي او که پر ده لګیدلي تورونه ثابت  شي، نو څارنوالۍ ته دې وروپېژندل شي.

نوموړي دا څرګندونې په خوست کې د بېلابېلو سیمو د یو شمېر قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو یوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې ښاغلی نسیم الله دانش ته د خوست قومونو او مدني ټولنو له لوري د غوره فعالیتونو له کبله ایوارد هم ورکړشو او ویناوالو ګواښ وکړ؛ که د ښاغلي دانش د لیرې کیدو په اړه دلیل روښانه نه شي، نو د خپل غږ رسولو لپاره به بېلابېلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

قومي مشر سمین خان ځدراڼ د کرکت بورد پخواني مشر نسیم الله دانش فعالیتونه او هڅې وستایلې او له حکومت یې ګیله وکړه، چې ښاغلی دانش له ګوښه کیدو وروسته هیچا نه دی ورغوښتی او ولسمشر باید د هغه هڅې ستایلې وای.

بلخوا د خوست قومي مشران او مدني فعالان له ولسمشره غواړي، چې له حکومته بې دلیله د دوی د کدرونو لیرې کول ورته د زغملو نه دي.

خبریال: فریدالله ظاهر 

Trending

Exit mobile version