تازه خبرونه

پر ننګرهار زندان د برید سمبالوونکی په کونړ کې ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې ځانګړیو افغان ځواکونو تېره شپه په کونړ کې د ننګرهار پر مرکزي زندان د برید سمبالوونکی او هېواد ته له بهره د بهرنیو داعش جنګیالیو د رالیږدولو مسوول نیولی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د هېواد کماندو ځواکونو تېره شپه په کونړ ولایت کې د داعش جنګیالیو یوه اړین قومندان محمد سعید د محمد افضل زوی نیولی دی.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه د بهرنیو داعشیانو کورنۍ افغانستان ته رادننه کولې او هم یې په جلال آباد ښار کې د وروستي برید مشري پر غاړه لرله.

داعش ویلي؛ د یکشنبې پر ماښام د دوی یوولس جنګیالیو د ۴ تاجکانو، درې هندیانو، درې افغانانو او یو پاکستاني په ګدون پر ننګرهار زندان ډله ییز برید تر سره کړ، چې په کې ۳۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي.

د دغه برید پر مهال، چې ۱۸ ګړۍ روان وساتل شو؛ د زندان له ۱۷۰۰ بندیانو څخه سلګونه یې پر تېښته بریالي شول.

تېره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالکریم کریمي منلې، چې د ننګرهار له زندانه ۸۰۰ بندیان تښتیدلي دي.

هغه زیاته کړې، چې د جګړې په بهیر کې د زندان له  ۱۷۰۰ بندیانو څخه یوازې ۵۰۰ پاتې دي؛ نور ټول له ندندانه ووتل، چې یوازې ۴۰۰ یې بېرته نیول شوی دي.

د نوموړي د څرګندوړنو له مخې؛ په ۸۰۰ تښتیدلیو بندیانو کې د داعش او طالب په ګډون جنایي مجرمان هم ول.

د چارواکو په وینا؛ په دې زندان کې پرسیاسي او جنایي بندیانو سربېره  طالب او داعش غړي هم ساتل کیدل.

Trending

Exit mobile version