تازه خبرونه

پر هزاره ګانو روان بریدونه دې نسل وژنه وپېژندل شي – خلیلي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۰)

د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي ویلي، چې حکومت او نړیواله ټولنه دې د کابل په لویدیځ کې د وروستیو بریدونو په تړاو بې تفاوته نه پاتې کېږي او د نسل وژنې په توګه دې باید رسماً وپېژندل شي.

د کابل په لویدیځ کې بمي چاودنو د حزب وحدت اسلامي رهبر او د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد کریم خلیلي وایي، چې د سولې دښمنانو نه یوازې د سولې لړۍ سبوتاژ کړې، بلکې په هېواد کې يې د قومونو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو په موخه د یوه قوم پر وړاندې بریدونه پيل کړي دي.

کریم خلیلي یوې خبري غونډې ته که څه هم د کومې ډلې نوم نه اخلي؛ ځو د کابل په لویدیځ کې پر هزاره ګانو روان بریدونه نسل وژنه نوموي او ټینګار کوي، چې که دا ډول پېښې ونه درول شي؛ هزاره وګړي به د ځان د دفاع لپاره راپورته شي.

محمد کریم خلیلي زیاته کړې، چې که څه هم په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغانان او سرتېري د جګړو پرمهال وژل کېږي؛ خو په ځانګړې توګه د هزاره وګړیو وژنه په سیستماتیک ډول روانه ده.

کریم خلیلي د یکشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت او نړیواله ټولنه دې د کابل په لویدیځ کې وروستي بریدونه د نسل وژنې په توګه رسماً وپېژني او پدې اړه دې بې تفاوته نه پاتې کېږي.

همدارنګه هغه د هېواد اوسنی وضعیت حساس بولي او وایي چې هزاره وګړي نه غواړي په دا ډول شرایطو کې داسې اقدام وکړي چې د حکومت په زیان تمام شي.

محمد کریم خلیلي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د سولې پر روان بهیر هم نیوکه وکړه او زیاته يې کړه، چې که په دې بهیر کې ټولو قومونو ته ونډه ورنکړ شي؛ د حکومت او طالبانو ترمنځ سیاسي هوکړه ناشونې ده.

Trending

Exit mobile version