تازه خبرونه
پر پاسپورت ریاست برید مو شنډ کړ- کورنیو چارو وزارت
(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۰)
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې امنیتي ځواکونو د دغه وزارت د پاسپورټ پر عمومي ریاست د برید مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عزام څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د مرغومي ۲) له غرمې وروسته یوه بریدګر غوښتل د پاسپورټ دفتر ته ننوځي؛ خو امنیتي ځواکونو له پېژندلو وروسته برید شنډ کړ او مخه یې ونیوله.
نوموړي د چاودنې د بڼې په اړه څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې په دې پېښه کې چاته زیان ندی اوښتی.
دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې نن د پاسپورټ عمومي ریاست د اعلان له مخې د اسلامي امارت اړوند کارکوونکیو ته د پاسپورټ د وطش ورځ وه.
تر دې دمه کومې ډلې یا شخص د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.