تازه خبرونه
پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول به په هر حالت کې بشپړ شي ـ د پاکستان پوځ
د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار څرګنده کړې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غزول ۹۴ سلنه بشپړ شوي او پاتې نور به هم ژر بشپړ شي.
له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانيو پوځیانو لخوا د اغزن تار غزولو د دواړو لوریو د سرحدي ځواکونو ترمنځ کړکېچ ډېر کړی، چې وسلوالو نښتو هم ورسره زور اخیستی او ان له ځینو سیمو افغان ځواکونو ټول کړی هم دی.
که څه هم اسلامي امارت له پاکستان سره ښې اړیکې له دې مسلې څخه لوی ګڼي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونه بیا د پاکستانيو پوځیانو له لوري جوړ شوي دیوالونه ړنګوي او تجهیزات یې له ځان سره لېږدوي.
د پاکستان د پوځ د ویاند د څرګندونو له مخې، د اغزن تار د لګولو ۹۴ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې نور به هم په لنډ وخت کې بشپړ شي.
د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار وايي: مونږ به د هرې ممکنې لارې د اغزنو کټارو لګول بشپړوو او دا یو پېژندل شوی سرحد دی؛ مونږ او نړیواله ټولنه یې تائیدوي. دغه وړې ستونزې، چې رامنځته کیږي د اندیښنې وړ ندي او د حکومتونو په کچه د اغزن تار پر غزولو همغږي شتون لري.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه د افغانستان او پاکستان په پوله کې د اسلامي امارت د سرحدي ساتونکیو لخوا د پاکستاني پوځ د لګول شویو کټارو ړنګول ښیي؛ خو پاکستانی لوری بیا هم د یاد تار د غزولو پر بشپړولو ټینګار کوي.
پوځي کارپوه محمد صادق شینواری وایي: په لومړي سر کې باید د اغزن تار غزول ودریږي او مسله د ډیپلوماسۍ له لارې اواره شي. که د پخواني حکومت چارواکو په دې مسله کې له پاکستان سره کوم تړون لاسلیک کړی وي؛ باید په دې اړه د افغانانو په وړاندې مسوولانه ځواب ورکړي.
په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راپدیخوا د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو ترمنځ د کټارو د لګولو پر سر څو ځلې نښتې شوي دي؛ خو اسلامي امارت له پاکستان سره په دې اړه کړکېچ د اندېښنې وړ نه ګڼي او وايي، چې له دغو کړکېچونو څخه له ګاونډیانو سره د اړیکو ښه کېدل ډېر ستر او اړین دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي: د اسلامي امارت دريځ دا دی، چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ګاونډیانو سره ښې اړيکې غواړو او کومې وړې نښتې، چې صفري ټکو ته نږدې شوي؛ سيمه ييزې دي او د دواړو حکومتونو تر منځ د پولې او کرښې په کچه کومې اندېښنې نلرو.
دوه ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د اغزن تار پر ټولولو غبرګون وښود او څرګنده کړې یې ده، چې د دې تار غزول پاکستان پیل کړی او تر بشپړولو به یې خپلې هڅې روانې ساتي.
