بی بی سی پښتو

”پر ښځينه خیریه کارکوونکو د طالبانو بندیزونو افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب کړی”

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)
Getty Images
د بشري حقونو د څار ډله وايي په ځینو سیمو کې ښځینه خیریه کارکوونکې اړ ایستل کېږي چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره اړوند نارینه سرپرست ولري هغه شرط چې ډېر ځله نه شي پوره کېدای.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د طالبانو هغو قوانینو چې ډېری ښځې له خیریه چارو منع کوي په افغانستان کې بشري بحران لا ناوړه کړی دی.

دغې کمپاین ډلې ویلي د افغانستان له نیمايي نه په ډېرو ولایتونو کې طالبانو یا ښځینه خیریه کارکوونکې له کاره منع کړي او یا یې د هغوی پر چارو محدیتونه لګوي دي.

دا ډله وايي ځینو سیمو کې ښځینه خیریه کارکوونکې اړ ایستل کېږي چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره اړوند نارینه سرپرست ولري هغه شرط چې ډېر ځله نه شي پوره کېدای.

ویل شوي یوازې په دریو ولایتونو کې ښځینه خیریه کارکوونکې کولای شي چې له کوم شرط او محدودیت پرته خپلې چارې پرمخ بوځي.

د بشري حقونو د څار ډلې د یوې داسې لیکلې هوکړې غوښتنه کړې چې له مخې یې په ټول هېواد کې ښځینه خیریه کارکوونکي د خپلو چارو د پرمخ بیولو پرمهال د خوندیتوب احساس وکړي.

نوموړې ډله وايي په دې توګه به ښځینه خیریه کارکوونکې وکولای شي چې ډېرو زیانمنوونکو خلکو ته ځان ورسوي.

د طالبانو غبرګون

BBC
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته په یوه استولي پیغام کې د بشري حقونو د څار ډلې دغه ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل هغه موسسې چې غواړي کار وکړي مخه یې چا نه ده نیولې او دوی د نارینو په برخه کې تراوسه کوم خدمت کړی چې د ښځو په برخه کې یې مخه نیول شوې وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د بشري حقونو په برخه کې هغسې چې ښايي چارې د خیریه بنسټونو لخوا نه دي ترسره شوې.

د هغه په وینا ځینو ادارو سره ښځینه کارکوونکي اوس هم شته او ځینو نورو ادارو خپل فعالیتونه هېڅ پیل کړي نه دي نو څنګه ویلای شي چې د ښځینه کارکوونکو مخه یې نیول شوې ده.

افغانستان له لسیزو راهیسې د بشري حقونو درجه بندۍ کې یو ستونزمن هېواد بلل کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د دې هېواد ۸۷ سلنه ښځې او نجونې په خپل ژوند کې له یو نه یو ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

افغان ښځو تېرو شلو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او یو شمېر بنسټیز حقونه یې تر لاسه کړي وو، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

Getty Images
په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي چې له امله یې څو ځلې یو شمېر ښځو مظاهرې هم وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ولایتونو پرته په نورو کې نجونې له منځني ښوونځیو هم منع کړې دي.

په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر طالبانو له دې کبله نیوکه هم کړې وه چې په وینا یې د افغان ښځو او نجونو په هکله یې ژمنې ‘ماتې ‘ کړې دي.

طالبان وايي، د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو وروسته به ”د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ” ښځو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

Trending

Exit mobile version