نړۍ
پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفالله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.
د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځهویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریفالله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفالله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.
د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریفالله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.
آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.
د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریفالله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.
دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریفالله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.
محمد شریفالله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریفالله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریفالله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(افبيای) ته د محمد شریفالله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نهدي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.
د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو لهخوا خوشې شوی و.