تازه خبرونه

پر کابل پوهنتون د برید طرح کوونکی ونیول شو -صالح

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه د لړم ۲۴) په خپل تویت کې پر کابل پوهنتون د برید پلانوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې نیول شوی کس عادل نومیږی او د پنجشېر ولایت اوسیدونکی دی.

امرالله صالح په ډاګه کړې، عادل نومی د خلکو د څرګندونو له مخې درې کاله نه و او داسې ګنګوسی و، چې نوموړی د پوځي روزنې لپاره بهر ته تللی دی.

د هغه کورنۍ د کابل د چرخي پله په اړوند سیمه کې ژوند کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال صالح زیاته کړې، چې عادل د شرعياتو پوهنځي تر درېیم ټولګي پورې زدکړې کړې وې او بیا د حقاني شبکې د یوه پخواني غړي ثنا الله نومي  لخوا جذب او استخدام شوی و.

صالح دا هم ویلي، چې عادل ته داسې چارې ورسپارل شوې وې، چې پر دولت فشار رامنځته او د خلکو په ذهنونو کې یې یو ضعیف او بې کفایته حکومت وښیي.

صالح زیاته کړې، چې عادل دغه وسلې او جنګې تجهیزات په خوست ولایت کې له حقاني شبکې څخه ترلاسه کړي وه.

ویل شوي، چې پر کابل پوهنتون په برید کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.

داعش ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

پر کابل پوهنتون برید ګڼشمېر خلک په غصه کړي او یو شمېر بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم غندلې؛ خو تر دې دمه د خلکو هغې پوښتنې ته ځواب ندی ویل شوی، چې بریدګر څنګه پوهنتون ته وردننه شول او جسدونه یې څه شول؟!

طالبانو په دې اړه، چې د ولسمشر لومړي مرستیال صالح پر کابل پوهنتون د برید مسوولیت د حقاني شبکې پر یوه پخواني غړي ثنا الله نومي اچولی؛ غبرګون ښودلی او څرګندوي:  دا ټولې ادعاوې د دې لپاره دي، چې (له خپل او داعشي ګډ جنایته) پاملرنه بلې خوا واړوي او یوځل بیا د خلکو د (تېر ایستلو هڅه وکړي).

Trending

Exit mobile version