تازه خبرونه

پر کابل پوهنتون د برید یو بریدګر وژل شوی او بل مو نیولی ـ امرالله صالح

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۶, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ډاګه کړې، چې د کابل پوهنتون د برید دوه یم پلانوونکی وژل شوی او درېیم یې ونیول شو.

امرالله صالح نن سهار ۶:۳۰ یوې امنیتي ناستې ته څرګنده کړې؛ پر کابل پوهنتون له برید وروسته وژل شوی احمد نومی کس پکیتا ولایت ته تللی و، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر کابل پوهنتون د برید درېیم پلانوونکی هم نیول شوی او ټاکل شوې، چې په څو ګړیو کابل ته راولیږدول شي.

امرالله صالح زیاته کړې، چې د نویول شویو کسانو د اعترافاتو له مخې؛ هغو (بریدکوونکیو) لس ورځې مخکې له بریده له کابل پوهنتون کتنه کړې وه او پوهیدلي وه، چې زدکړیالان په ښاري حالت کې پرته له شکه له دروازې تېرېږي او پوره نه پلټل کیږي.

نوموړي زیاته کړې: د همدې دلیل له مخې دوی د سینګار شویو زدکوونکیو په جامو یو د بل پسې پوهنتون ته ورننوځي او بکسې یې نه پلټل کیږي. دوی اټکل کړی و؛ که د لومړي کس بکسه وپلټل شوه، نو دوه یم هغ باید په بېړه پولیس د تفنګچې پر ډزو ووژني.

ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې اوس د ځانمرګو بریدګرو هویت په ډاګه شوی شوی، چې په یوه یا دوه ورځو کې به یې د افغانستان خلکو ته روښانه کړي.

داعش پر کابل پوهنتون د وسلوال برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

د کابل پوهنتون په برید کې د نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د دې حملې لومړی پلانوونکی عادل نومی نیول شوی و.

Trending

Exit mobile version