تازه خبرونه
پر کابل پوهنتون د وسلوالو په برید کې د ښځینه زدکوونکیو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي
د امنیتي ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۱۲) د کابل پوهنتون د حقوقو پر پوهنځي د وسلوالو په ډله ییز برید کې، چې شپږ ګړۍ یې دوام وکړ لږ تر لږه د ځوانو نجونو په ګډون په کې ۱۹ زدکوونکي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د ماښام له ۵ بجو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې، چې د کابل پوهنتون پرحقوقو پوهنځي وسلوال برید له ۶ ګړیو نښتو وروسته د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی؛ ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د آریانا نیوزد څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ له غرمې مخکې یو شمېر وسلوال بریدګر له چاودنې وروسته کابل پوهنتون ته وردننه شول او پر محصیلینو یې ډزې پیل کړې.
د حقوقو یو ښوونکی، چې په برید کې ژوندی پاتې شوی د روغتون له بستر څخه آریانا نیوز ته وویل؛ پر پوهنتون برید کوونکي پوره مجهز ول او زیاته وي، چې بریدګر پوهنځي ته د وژلو لپاره وردننه شوي وه.
یو بل ژغورل شوي زدکوونکي ویلي، چې لږ تر لږه د هغه ۱۴ ټولګیوال وژل شوي یا هم ټپیان دي.
په دغه پوهنتون کې زرګونه زدکړیالان پر زدکړو اخته دي، چې له برید سره سم په کې منډې رامنډې پیل او هر چا د ځان خوندي کولو لپاره هڅې وکړې.
بریدګرو د حقوقو، ادارې او عامه پالیسۍ په پوهنځي کې پر زدکړیالانو ډزې وکړې او لسګونه یې برمته کړل.
له برید وروسته ځانګړي ځواکونه پوهنتون ته ننوتل او د برمته شویو زدکړیالانو د خلاصون او ټپیانو پر لیږدولو سربېره یې له وسلوالو سره نښته پیل کړه. دا، چې د محصلینو د مرګ و ژوبلې شونتیا ډېره وه؛ نو د برید د کابولو کولو هڅې په کرار او تر ۶ ګړیو اوږدې شوې.
دغه مهال په کابل پوهنتون کې د ایران لخوا د کتاب نندارتون هم پرانیستل شوی و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارسمبالي تر څنګ د ایران سفیر او یو شمېر ایرانیو خپرندیانو هم په کې ګډون درلود. له برید سره سم نندارتون ګډوډ او میلیمانه له پوهنتون څخه خوندي ویستل شول.
دا لومړۍ ځل دي، چې پر کابل پوهنتون ډله ییز وسلوال برید کیږي.
طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
له دې مخکې د کابل په لویدیځ کې د موعود او کوثر په نوم په روزنیزو کورسونو هم ځانمرګي بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.