تازه خبرونه

پر کابل پوهنتون وروستی برید جاهلانه دی – عالمان

Published

on

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا پر کابل پوهنتون وروستی برید جاهلانه یاد کړی او له حکومت غواړي؛ پر افغان ځواکونو محدودیتونه لرې کړي، چې د دې برید د عاملانو په وړاندې ټینګه مبارزه  تر سره کړي. 
پر کابل پوهنتون د وروستي برید په اړه پر بېلابېلو نړیوالو غبرګونونو سربېره د افغانستان د عالمانو سراسري شورا هم دا برید جاهلانه او د جګړې تر ټولو بد ډول ګڼلی دی.
د حکومت د خبرو پلاوي غړیو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت الله بلیغ او محمد ناطقي د اسلامي نړۍ له ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي سره وکتل. دوی د سولې، له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان د شرایطو او په جګړه د افغانانو د قربانیو په اړه خبرې وکړې.
شیخ یوسف القرضاوي ویلي، چې اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي.
شیخ القرضاوي د افغانستان لپاره د سولې هیله کړې او د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې په تائید او هغې ته په نغوته یې ټولو لوریو ته سپارښتنه وکړه، چې له انعطاف کار واخلي او د سولې لپاره ګام پورته کړي.
دیني عالم واعظ زاده بهسودي ویلي: د شرم ځای دی، چې د دې برید پلانوونکي له بهرنیو سره سوله کوي، خو خپل خلک وژني.       
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالی  محمد قاسم حلیمي وایي: د قرآن آیات نسکوره شوي؛ له بهرنیانو سره سولې ته کښیني؛ خو له خپلو خلکو سره سوله نکوي.          
په دوحه کې ځینو افغانانو او ځینو هېوادونو هم د کابل پوهنتون قربانیانو ته د دعا مراسم تر سره کړي او د جګړو د ودرېدو غوښتنه یې کړې ده.
د خپلمنځي خبرو د حکومتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي: مونږ د خپلې بشري وړتیا او انرژۍ د بایللو په حال کې یو، حال دا، چې باید د یووالي په رڼا کې یې د ټیکاو د ټینګښت لپاره وکاروو. مونږ داسې عادلانه سولې ته اړ یو، چې د تحمیل پر ځای پر نرمۍ او انعطاف تر لاسه کیږي.
د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوی  خالقداد وایي: څوک، چې د دغه راز بریدونو توجیه غواړي؛ د توجیې پر ځای دې پر ګډو خواوو فکر وکړي.        
د کابل پر پوهنتون د دوشنبې ورځې په برید کې، چې مسوولیت یې داعش ومانه؛ د نجونو په ګډون دوه ویشت زدکوونکي وژل شوي او شاوخوا څلویښت نور ټپیان دي.
دغه برید د م.م  او د اسلامي همکارۍ د شورا په ګډون لږ تر لږه پنځوس هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غندلی دی.

Trending

Exit mobile version