تازه خبرونه

پر کابل پوهنتون ډله ییز برید شوی او د ځاني زیانونو وېره هم شته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۳۹۹)

د دوشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د کابل پوهنتون زدکوونکيو له برید څخه د تېښتې پر مهال ویلي، چې بریدګرو لومړی چاودیدونکي توکي وچول او بیا ودانۍ ته ننوتل.

عیني شاهدان او پولیس تائیدوي، چې بریدګر پوهنتون ته ننوتي او د ډزو غږونه هم اورېدل کیږي.

بریدګرو د کابل پوهنتون ودانۍ ته د ننوتلو لپاره لومړی له یوولس بجو لږ وروسته چاودنه وکړه ، چې ورپسې د ډزو غږونه ورسره پیل شول.

د سرچینو په وینا، د چاودنې پر مهال د افغان – ایران ګډ کتاب نندارتون پرانستل شوی و او ګڼشمېر لوړ پوړي چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه.

د پېښې په اړه پوره معلومات اوس هم نشته او وضعیت پېچلی دی؛ خو له سیمې آریانا نیوز خبریال ویلي، چې زدکونکي د تېښتې په لټه کې دي او د پوهنتون له دیوالونو رااوړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین تائید کړې، چې بریدګر له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شوي او په ډېر شمې استادان، زدکوونکي او کارکوونکي له سیمې خوندي ایستل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې تر دې دمه څلور ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د کابل پولیسو ویلي، چې له غرمې وروسته یو برید کوونکی د ځانګړیو ځواکونو لخوا پر ډزو وژل شوی او د نورو برید کوونکو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

اوس هم څرګنده نده، چې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې څومره برید ګر له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شوي دي.

طالبانو څرګنده کړې، چې په دې برید کې لاس نلري.

Trending

Exit mobile version