تازه خبرونه
پر کابل ښار د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د توغندیو پلانوونکی ونیول شو
کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د یکشنبې پر ورځ ځانګړیو پولیسو د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د توغندیزو بریدونو پلانوونکی نیولی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه شکمن کسان د کابل ښارد پېنځمې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوي، چې د پغمان په ګډون یې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي؛ د دې توغندیز برید پر پلان جوړوونکي سربېره درې نور کسان هم نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه ګرځند او ځینې اسناد هم ترلاسه شوي دي.
د سې شنبې پر ورځ د لوی اختر د لمانځه پر مهال په کابل ښار کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې درې توغندي ولګېدل.
میرویس ستانکزي زیاته کړې، چې دا توغندي د کارته سه له اړوند سیمې توغول شوي وه.
د یادونې ده، چې دغه راکټونه د لوی اختر پر لومړۍ ورځ سهار شاوخوا اته بجې په داسې حال کې ارګ ته نږدې ولګېدل، چې ولسمشر اشرف غني او یوشمېر لوړ پوړيو چارواکو د یوه سرتېري پر امامت لمونځ ادا کاوه.
