تازه خبرونه
پر کانګرس له چپاو وروسته د ډونالډ ټرمپ څو وزیرانو او سلاکارانو استعفا وکړه
پر کانګرس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو له چپاو وروسته د کابینې څو وزیرانو او سلاکارانو استعفا وکړه.
ډونالډ ټرمپ د امریکا پر کانګرس پرونی چپاوغندلی او یو ځل بیا یې د واک پر سوله ییز لیږد ټینګار څرګند کړ.
ولسمشر ټرمپ ویلي: زه اوس د واک پر سوله ییز، قانونمند او آسانه لیږد فکر کوم. اوس د روغې جوړې او پخلاینې وخت دی. ۲۰۲۰ کال د خلکو لپاره ډېر ستونزمن و.
له دې سره همهاله د امریکا د مشرانو جرګې د غړیو لخوا د ټرمپ د لرې کولو او استعفا غوښتنې هم ډېرې شوي دي.
د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي ویلي: ولسمشر د دغې فتنې او بغاوت پر تر سره کولو زمونږ پر ملت او خلکو یو نه منوونکی برید کړی دی. زه د ولسمشر له مرستیال غواړم، چې د قانون د بېنځه ویشتمې مادې پر بنسټ ولسمشر ګوښه کړي. که د ولسمشر مرستیال دا کار ونکړي؛ کانګرس چمتو دی، چې ولسمشر استیضاح کړي.
د پنجشنبې پر ورځ د ټاکنو پر پایلو یو شمېر اعتراض کوونکیو د کانګرس پر ودانۍ چپاو تر سره او ویجاړۍ یې رامنځته کړې، چې د امریکا په تاریخ کې بې مخینې یادې شوې دي.