تازه خبرونه

پر کرام الدین کریم د هر راز سپورتي هڅو بندیزونه ومنل شول

Published

on

د سپورت نړیوالې محکمې د افغانستان د فوتبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم د ورزشي هڅو بندیزونه د تل لپاره تائید او ومنل.

د سویس محکمې د سې شنبې پر ورځ د کریم  په اړه دا سزا په ډاګه کړه.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي؛ محکمې د کریم استیناف غوښتنه رد کړه او د فیفا د اخلاقي کمیتې د همکارۍ خونې هغه پرېکړه، چې  تېر کال د جون پر ۸ نېټه نیول شوې وه، ومنله.

هغه مهال کریم د فیفا د اخلاقي قانون له ۲۳( د جسمي او روحي حیا خوندیتوب) او۲۵ ( له دندې له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستل) مادو ښکاره سرغړونه کړې وه او هغه په تلپاتې بڼه له سپورتي هڅو بې برخې شو او د فوتبال په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د هڅو واک ترې واخیستل شو. دغه راز نوموړی د یو میلیون دالرو پر ورکړه هم جریمه شوی دی.

د فیفا د اخلاقي کمیتې څېړنې هغه مهال پیل شوې، چې د افغانستان فوتبال ښځینه لوبغاړیو له هغه څخه جنسي زورزیاتي اندېښنې راپورته کړې

د سویس د محاکمې په بهیر کې د ښځینه فوتبال څو لوبغاړیو څرګنده کړه، چې د کریم لخوا پرې جنسي زور زیاتي تر سره شوی دی.

د محکمې د څرګندونو له مخې؛ دغو لوبغاړیو له خوندي ځایه د غږمزي پرلیکه د هویت پټولو پر موخه د غږ پر بدلون شهادت ورکړی دی.  

د محکمې مدیره پلاوی ټینګار کړی، چې کریم بشر له حقونو سرغړونه کړې او د ښځینه لوبغاړیو روحي او جسمي حیا او عزت ته یې سپکاوی کړی دی. هغه نه یوازې دغه لوبغاړي له لوبو ویستې، بلکې ژوندانه ته یې هم زیان وررسولی دی.  

فیفا د سویس له محکمې مننه کړې او په دې اړه یې ویلي، چې د فوتبال په ډګر کې نه یوازې هر راز جسمي او روحي ځورونه او زور زیاتې د منلو ندی، بلکې د زیانمنو زړورتیا هم د ستایلو ده.

Trending

Exit mobile version