تازه خبرونه
پر کندهار هوايي ډګر له توغندیز برید وروسته الوتنې وځنډول شوې
سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د تېرې شپې له توغندیز برید وروسته د کندهار هوایي ډګر ته کورنۍ او بهرنۍ الوتنې وځنډول شوې.
د کندهار هوایي ډګر مشر مسعود احمد پښتون ویلي، چې تېره شپه پر کندهار هوایي ډګر د درې توغندیو د لګېدو له کبله د ډګر زیانمنې شوې برخې به تر نن ماښامه جوړې او د ټولو الوتنو لپاره چمتو شي.
مسعود احمد پشتون د فرانسې خبري آژانس ته څرګنده کړې: تېره شپه درې توغندي پر هوایی ډګر وتوغول شول، چې دوه یې پر ځغاستلیکه لګېدلي … له همدې کبله له هوایي ډګره ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
په کابل کې د ملکي هوایي چلند ادارې یوه چارواکي هم پر کندهار هوایي ډګر د توغندیو لګېدل تائید کړي دي.
طالبانو له څو اوونیو راپدیخوا د کندهار ښار په څنډو کې بریدونه روان ساتلي او دا وېره یې رامنځته کړې، چې اوس د ولایت د مرکز د نیولو په درشل کې دي.
د کندهار هوایي اډه د لوژستیک او هوایي ملاتړ د چمتو کولو لپاره دوه یمه اړینه اډه ده، چې ترې د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره کار اخیستل کیږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته څرګنده کړې، چې طالبانو د کندهار پر هوایی ډګر توغندي توغولي؛ ځکه، چې دښمن یې زموږ پر وړاندې د هوایي بریدونو د مرکز په توګه کاروي.
د فرانسې خبري سرچینې څرګنده کړې؛ طالبانو په داسې حال کې پر هوایي ډګر برید کړی، چې د هرات او لښکرګاه ولایتونو د مرکزونو نیولو ته نږدې شوي دي.
