تازه خبرونه
پر یو درمسال وسلوال برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ ټپي دي – کابل
(Last Updated On: وری ۶, ۱۳۹۹)
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو لمخې، د دغه برید په پای کې ۲۵ تنه عام وګړو خپل ځان له لاسه ورکړې او ۸ تنه نور هم ټپي شوي. معلومات زیاتوي چې یوتن ترهګر هم د پولیسو لخوا وژل شوې.
هندوستان په کابل کې د سیکهانو پر درمسال دغه وسلوال برید وغنده او هغه یې یو بد ترهګریز برید ګڼلې.
د دغه برید مسئولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیسې دې.
د هند بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې دغه راز ناځوانه برید د لږکیو پر مذهبي عبادتځیو د هغو او ددوی د ملاتړیو د شیطاني کړنو څرګنویي کوي.