نړۍ
پر ۷ ورځني اوربند له هوکړې سره سره هوايي بریدونو خرطوم ولړزاوه
که څه هم پر لنډمهاله اوربند هوکړه وشوه؛ خو د شنبې پر ورځ د جنرالانو د واک خپلولو په هوايي او توپچي بریدونو کې نه یوازې وسلوالو د قطر سفارت وسوځاوه، بلکې د سودان پلازمېنه یې هم واړزوله او جګړه روانه ساتل شوې ده.
امریکا او سعودي عربستان د شنبې پر ورځ په جده کې له خبرو اترو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې په خرطوم کې سیالو او ښکېلو اړخونو پر اووه ورځني اوربند هوکړه وکړه، چې سبا دوشنبه ( د می ۲۲ ) مازیګر پیلیږي.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې اوربند به د اووه ورځو لپاره نافذ وي او ښايي د دواړو خواوو پر هوکړه وغزول شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې پر سهار د سعودي رسمي خبري آژانس لخوا خپره شوې؛ په پېنځه اوونیو کې د جګړې ښکېلو لوریو څو څو ځله د اوربند هوکړې ماتې کړي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې د اوزبند د پخوانیو هوکړو پر پرتله اوسنۍ هغه په جده کې لاسلیک شوی او د جګړې اړخونو لاسلیک کړې، چې د امریکا او سعودي په ګډون له نړیوال ملاتړه هم برخمنه شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړیو د امنیت او بشري وضعیت د ښه کولو لپاره پر اضافي ګامونو هم تمرکز شوی او هوکړه شوې، چې د ملکي کورونو په ګډون له ښاري مرکزونو څخه به ځواکونه ایستل کیږي، ملکي وګړیو او بشردوستانه فعالینو ته به د آزاد تګ راتګ خنډونو لرې او دندو ته د دولتي کارکوونکیو ورګرزېدل پیل شي.
د عبدالفتاح البرهان او محمد حمدان داغلو تر منځ د واک خپلولو جګړه د اپریل پر پېنځلسمه پیل شوه.
په جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي، چې ډېري یې ملکي وګړي دي او له یو میلیون څخه ډیر بې ځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو د آفریقا په درېیم لوی هېواد کې د بشري وضعیت له چټک خرابیدو خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې په هرو درې مکسانو کې یو یې له جګړې مخکې هم پر مرستو تکیه کوله.
