تازه خبرونه

پلازمېنه کابل د پېنځه میلیون وگړيو ښار دی- رحیمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې پېنځه میلیون وگړي په کې ژوند کوي ، د طالبانو د رژیم له ړنگیدو وروسته اوس هم په دي ښار کې د جگړې او نا امنیو نښې نښانې لیدل کیږي.
د کابل د پولیسو قومندان په روان فصل کې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو لپاره د طالبانو هڅې ناکامې بولې.
د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمان رحیمي د اوولس امنیتي حوزو د نويو امرانو د پېژنې پر مهال وویل:
کابل له دوې څخه غواړي، چې د امنیت د ټینگښټ لپاره زیار وباسي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ هیڅ توپير نشته او افغان امنیتي ځواکونه له هرې جنگې ډلې سره د مبارزي لپاره چمتو دِ او دغه دروند بار به تر منزله رسوي.
هغه هیله من دی، چې له طالبانو سره به خبرې مثبته پایله ورکړې او په هېواد کې به تاوتریخوالې ته د پاي ټکې شي .
د کابل د پلازمېنې اوسیدونکې له کلونو راهیسي د سولې او ثبات د ټینگښت په تمه دي او هیله لري، چې د نویو کسانو په گمارلو به د کابل امنیتي وضعیت ښه او د جرمې مواردو کچه هم را ټیټه شي.
خبریال: فواد ناصری.

Trending

Exit mobile version