تازه خبرونه
پمپیو او غني د سولې په اړه تیلیفوني خبرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ پمپیو د دوحې د (بین الافغاني) ناستې پر لغوه کیدو خواشینې ښودلې او یاد کنفرانس یې یوې باثباتې سولې ته د رسيدو لپاره اړین وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې د یادې ناستې پر تر سره کیدو ټینګار کړی دی.
دواړو خواوو په خبرو کې د طالبانو پسرلني عملیات وغندل او څرګنده شوه، چې امریکا به سولې ته تر رسیدو پورې د افغانانو تر څنګ ولاړه وي.
ټاکل شوې وه، چې د قطر ناسته د اپریل له ۱۹ تر ۲۰ ترسره شي؛ خو افغان حکومت د قطر هیواد له لوري ورته لېږل شوی نومکلړ غیرمتوازن ونوماوه، چې له کبله یې یاده غونډه لغوه شوه.
طالبان افغان حکومت د یادې ناستې د لغوه کیدو مسوول بولي او د څرګندونو له مخې یې حکومت هڅه وکړه، چې( بین الافغاني کنفرانس) د طالبانو او حکومت تر منځ پر رسمي مذاکراتي ناسته بدل کړي.